ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان پر وضعیت بحث وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ټویټر د معلوماتو له مخې، دغې غونډې ته به د یوناما مشره روزا اوتنبایووا د افغانستان پر حالاتو توضیحات ورکړي. دغه غونډه به د جمعې په ورځ د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیم بجې پیل شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان موضوع داسې وخت مطرح کېږي، چې ټاکل شوې لس ورځې وروسته یعنې د جون پر ۳۰مه په قطر کې د افغانستان په اړه درېیمه غونډه جوړه شي. د افغانستان سرپرست حکومت هم تایید کړې چې د قطر په درېیمه غونډه کې چې ملګري ملتونه یې کوربهتوب کوي، برخه اخلي.