د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته د خپل سفر له پای ته رسولو وروسته، ویتنام ته ورسید. په پام کې ده چې ولادیمیر پوتین د ویتنام په پلازمینه هانوې کې د دغه هیواد له مشرانو سره خبرې اترې وکړي. د ویتنام د لومړي وزیر مرستیال تران هونګ او د دغه هېواد یو شمېر جګپوړو ډیپلوماټانو د هانوي په هوايي ډګر کې د روسیې د ولسمشر هرکلی وکړ. د ویتنام د واکمن کمونسټ ګوند اړوند د «نهان ډان» ورځپاڼې د ولادیمیر پوتین یوه مقاله خپره کړه چې په کې د روسیې ولسمشر د اوکراین د جګړې په اړه د ویتنام د «متوازن دریځ» ستاینه کړې وه.