بهرنیو خبریلانو د چین شینجیانګ ولایت د کاشي په سیمه کې د اقتصادي پراختیا زون او د کرنې ټکنالوژۍ له شرکت څخه لیدنه وکړه، د یاد زون او شرکت مسوولینو له خبریالانو سره یې د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه مالومات شریک کړل، دوی وویل چې د چین شینجیانګ ولایت د تازه او وچو میوو ښه تولیدونکی ولایت دی چې دغه تولیدات بیا د بېلابېلو شرکتونو او فابریکو له خوا په غوره کیفیت سره بازار ته وړاندې کیږي. د دوی په خبره، د چین حکومت زراعت ته زیات پام کوي او غواړې چې په خپلو زراعتي محصولاتو کې زیاتوالی راولي.
شیجیانګ د چین هغه ولایت دی چې زیات وګړي یې په کرنه بوخت دي.