په واشنګټن کې د پاکستان سفیر، مسعود خان له نشنل ورځ پاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا باید له پاکستان سره په ۲ برخو کې بېړنۍ مرستې وکړي. نوموړي لومړی بیړنۍ پوځي مرسته یاده کړې، چې په پاکستان کې وروستیو بریدونو ته په کتو یې اړینه بللې او دغه راز یې زیاته کړې، چې پاکستان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو مهارولو لپاره هم ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. هغه په خپلو خبرو کې یوځل بیا ادعا کړې چې پاکستان کې ترهګریز بریدونه له افغان خاورې ترسره کیږي، په داسې حال کې، چې دغه ادعا هر ځل د افغانستان سرپرست حکومت له لوري رد شوې ده.