تمه ده چې نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشي. په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر یا یوناما ویلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا به د امنیت شورا په غونډه کې د دغه هېواد د وضعیت په اړه وضاحت ورکړي. د یوناما د معلوماتو له مخې، دا غونډه به نن جمعه په نیویارک کې د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي. تر دې غونډې مخکې په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو استازي او اوتنبایوا سره وکتل. له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو کانګ ویلي چې له روزا اوتونبایوا سره یې د افغانستان د وضعیت په اړه ژورې او ګټورې خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، چې چین به د افغانستان د یوه دوست ګاونډي په توګه د یوناما له کارونو څخه په کلکه ملاتړ ته دوام ورکړي او له افغانستان سره به د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي.