د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د دوحې درېیمه ناسته کې به په خصوصي سکټور، بانکي او مالي مسایلو او له نشه یي توکو سره په مبارزې خبرې اترې وشي. د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دوحې تېرو ناستو په خلاف درېیمه ناسته کې د افغانستان پلاوي ګډون ته شرایط برابر شوي دي. جلالي ویلي، د دوحې درېیمې ناستې اجنډا ښيي، چې دې ناسته کې به په خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسایلو، له نشه یي توکو سره په مبارزې او بدیل باندې یې خبرې اترې وشي. که څه هم ذاکر جلالي د دوحې درېیمې ناستې په اړه څه ناڅه جزئیات ورکړي، خو دایې نه دې ویلي، چې سرپرست حکومت به دغې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي. د یادولو ده، چې د دوحې درېیمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.