د سرپرست حکومت مرستیال ویاند له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د افغان حاجیانو د لومړنۍ ډلې د ستنېدلو خبر ورکړی او ویلي يې دي چې ۳۴۶ حاجیان به نن د کابل هوايي ډګرته ورسېږي. سږکال په سعودي عربستان کې د حج په مراسمو کې ۳۰ زره افغان حاجیانو ګډون کړی وو. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې سږکال د کابل، مزارشریف، هرات او کندهار له هوايي ډګرونو څخه په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره افغان حاجیان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان د جدې ښار ته انتقال کړي وو.