د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، دغه شمېر پېژندپاڼې د هېواد په ٧٦ بېلابېلو مرکزونو وېشل شوې دي. د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش تر ټولو لوړه شمېره په کابل ولایت کې وه، چې څه باندې ۱۳۱ زره کسانو ته وېشل شوې دي.