د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پلازمېنې اړوند ګل باغ سړک د لومړۍ برخې جوړولو او پراختيا چارې پیل شوې دي. دغه سړک د ۶مې او ۷مې ناحیې اړوند د ۳ زره ۱۷۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره له دارالامان ماڼۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې جوړېږي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دا سړک به د لښتیو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، د روښنایۍ څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د یوه کال په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د یادولو وړ ده، د ګل باغ سړک چې، کابل له سویل سره نښلوي په راتلونکي کې به یې چارې د ۲۰مې ناحیې اړوند د کابل- لوګر سړک تر اوږدو او چهل دختران سیمې پورې وغځول شي.