د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر وايي، هڅې رواني دي چې د ځينو موسساتو په مرسته د ګردېز بالاحصار په ګډون د هېواد ټول تاریخي ځایونه او سیمې ورغوي. نوموړي دغه څرګندونې په پکتیا ولایت کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال کړې دي. هغه زیاته کړې، د وزارت له بودجې د ټول هېواد تاریخي سیمو او ابدو ته رسېدنه، نه شي کیدلی خو هڅه کوي څو د ځینو نړیوالو بنسټونو او موسساتو پرمټ تاریخي ځایونه بیا ورغوي. سرپرست وزیر دغه راز وویل، په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه تاریخي سیمې نوې ثبت شوې او زیات شمېر تاریخي اثار راټول چې، په ملي او ولایتي موزیمونو کې خوندي شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر زیاتوي چې، په پکتیا کې به د تاریخي ځایونو د رغونې ترڅنګ تفریحي سیمو ته هم پام زیات کړي او په دې برخه کې به شته ستونزې ژر حل شي.