امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، چې د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی توماس وېسټ او رینا امیري د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون کوي. نوموړي ویلي، چې دواړه استازي د دوحې په غونډه کې له افغان ښځو او مدني ټولنې سره د مانا لرونکي تعامل په تړاو له ډاډمنېدو وروسته، ګډون ته چمتو شوي. هغه ټینګار کړی چې امریکا به پر سرپرست حکومت فشار راولي چې د «دوحې په هوکړه لیک» کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یوه ورځ وړاندې ویلي وو، چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو له ښځو پرته هر ډول خبرې اترې په هېواد کې حل لاره او ثبات نه تضمینوي.