په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم ادارې یا اوچا پرون له افغانستان سره د اسټرالیا د ۲،۶ میلیونه ډالره مرستې خبر ورکړ. اوچا وويل، دا پيسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل شوې دي. اوچا پرون خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له افغانستان سره د اسټرالیا د دې مرستې مننه کوي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره تر اوسه پورې څه باندې ۷۴ میلیون اسټرالیايي ډالره مرسته کړې ده. دغه صندوق په ۲۰۱۴م کال کې په افغانستان کې تاسیس شو او د ملګرو ملتو په وینا له هغه وخت راهیسې یې تر یو میلیارد ډالرو زیاتې مرستې ترلاسه کړي دي.