د دوحې غونډې د جوړېدو په درشل کې د سرپرست حکومت پلاوي په قطر کې د سعودي عربستان له استازي سره کتلي دي. د سرپرست حکومت ویاند په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د رغنده خبرو سربېره، سعودي عربستان غواړي چې ژر تر ژره په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له افغانستان سره د ښه تعامل غوښتنه کوي. نوموړي همدارنګه لیکلي چې، افغانستان هم سعودي عربستان ته د یوه مهم هېواد په سترګه ګوري.