د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې سرپناه کورنیو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پیلیږي. د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر په مشرۍ د دایمي اوسېدو لپاره د ځمکو وېش کمېټې پرېکړه کړې، چې راتلونکې اونۍ به د یاد ښارګوټي جوړولو په موخه د خط اچونې، هوار کارۍ چارې پیل او د څښاک اوبو د ترلاسه کولو لپاره به لومړني اقدامات پیل شي.