د شانګهای د همکاریو سازمان په سر مشریزه غونډه کې یو ځل بیا پر سوله ییز افغانستان ټینګار شوی. د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو سرمشریزه پرون د یوې ګډې خبرپاڼې به خپرېدو سره پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې، د روسیې ولسمشر د شانهګای همکاریو سازمان – افغانستان د تماس ډلې د فعالیت له پیلېدو پر ملاتړ وایي چې د دغې ډلې د فعالیت پیل د افغانستان د وضعېت لا عادي کېدو ته ګټور دی. په ورته مهال، د تاجېکستان ولسمشر هم په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر ټینګښت ټینګار کوي. په دغه غونډه کې روسیې، چین، هند، ایران، قزاقستان، قطر، عربي متحده امارات، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکیه او ځینې نورو هېوادونو حضور درلود. بل لور ته بلاروس د لسم هېواد په توګه د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.