شنبه, سپتمبر 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه

Get real time update about this post category directly on your device, subscribe now.

د فلیپس نړیوال اجرائیه رئیس: د چین تولیدي ځنځیر نه ‌بدلېدونکی دی

د فلیپس (Philips) نړیوال اجرائيه رئیس ژوی جاکوبس د چين د نړيوال اکمالاتي ځنځير د درېيم نندارتون په ترڅ کې د سي ایم جي له خبریال سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، زه په هر ربع کې چین ته سفر کوم، ځکه چې زه غواړم د چین بازار ته نږدې پاتې شم. هغه زیاته کړه چې، د چين د نړيوال اکمالاتي ځنځير په نندارتون کې ګډون د فلیپس لپاره ډېر مهم ارزښت لري، ځکه د چین تولیدي ځنځیر نه ‌بدلېدونکی دی. د ده په خبره، فلیپس به د نوښت او تولید په برخو کې په چین کې خپله پانګونه لا زیاته کړي. ژوی جاکوبس وویل، د چین بازار د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې چټک پرمختګ کوي، نو تصدۍ يې هیله لري چې په دې پرمختیایي بهیر کې برخه واخلي، مرسته ورکړي او هم ترې ګټه تر لاسه کړي.

نور ولوله
Page 254 of 938 1 253 254 255 938