د ۲۰۲۶م کال د نړيوال انټرنېټ کنفرانس د وو جن سرمشريزه د نومبر په ۳مه نېټه د جه جيانګ ولايت په وو جن ښار کې پرانيستل شوه.
دغه سرمشريزه د پرانيستو سرچينو او ګډې شريکۍ ـــ د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره ګډې هڅې په سرليک ترسره کېږي، چې پکې د ګڼو هېوادونو د حکومتونو، نړيوالو سازمانونو او تصديو استازي او کارپوهان به د مصنوعي ځيرکتيا د پرانيستو سرچينو، د نوښت پرمختګ، د امنيت مديريت، د تمدنونو تبادلې او نړيوالو همکاريو په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه بحث او سلامشورې وکړي.
د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر د ۳مې نېټې په سهار د دغې سرمشريزې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، په چين کې د نړيوال انټرنېټ کنفرانس له مسلسلو ۱۳کلونو راهیسې ترسره کېږي او په خبره یې، ټېکنالوژي ګړندی پرمختګ کوي، خو د خلکو تر پاملرنې لاندې هغه مضمون لا هم پر ځای دی، چې انټرنېټ بايد څنګه ګټې انسانانو ته رسولی شي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۵م کال د نړيوال انټرنېټ په کنفرانس کې د انټرنيټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مفکوره او هم يې د انټرنېټي پرمختګ او مديريتي چارو په برخه کې د چين پلان وړاندې کړې وه.































