د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت د نشه یي توکو د بدیل کښت په توګه پر کروندګرو د زعفرانو، اېنجې، پنبې، زغرو، الووېرا او کنجد بوټي وېشلي دي. د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي، د کوکنارو د کرکېلې منعه کېدو په تړاو د سرپرست حکومت د مشر تر فرمان وروسته دمګړۍ د هېواد په هېڅ ځای کې کوکنار نه کرل کېږي. له دې سره سم، ځینې کروندګر بیا د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي. تر دې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي و چې، د کوکنارو د کرکېلې له منعه کېدو وروسته د کورنیو او بهرنیو بنسټونو په همکارۍ په ټول هېواد کې کروندګرو ته شاوخوا ۱۰۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه او ۲۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره وېشل شوې ده.