د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د نومبر په ۱۲مې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، د چين او لاتيني امريکا د ګډ برخليک ټولنه د مساوات، متقابلو ګټو، نوښت، ورخلاصون او خلکو ته د ګټې رسولو نوې زمانې ته ننوتلې ده.
نوموړي باور ښودلی، چې دغه ټولنه به د دواړو خواوو د مشرانو په لارښوونې په راتلونکې لسيزې کې لا ښه اينده ولري.
وياند لين جيان ويلي، له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې د چين او لاتيني امريکا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د رئيس شي جين پينګ وړانديز په عملونو او واقعيتونو بدل شوی، زياتې لاسته راوړنې يې موندلي، د دواړو خواوو خلکو ته يې ګټې رسولي او د لاتيني امريکا او کاربين سيمې هېوادونو هرکلی يې ترلاسه کړی دی.
نوموړي ويلي، چين او لاتيني امريکا دې د سوله ييزې او پرمختيايي همکارۍ بيرغ په اوچتولو سره د يو بل پرمختيايي ستراتيژۍ سره ونښلوي او يو له بل سره دې همکاريزې لاسته راوړنې شريکې کړي.
هغه زياته کړې، دواړه خواوې دې پر رښتيني څواړخيزم ټينګار ولري او د نړيوالې ادارې د لا مساوي او عادلانه کېدو په پار دې هڅې وکړي.