د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې، په پکتیکا کې به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوې جوړې کړي چې کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کې ویجاړ شوي دي. د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګې پرون په خپله ایکسپاڼه لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کې د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بودجې جوړ شي او تمه کوي چې دغه کورنۍ به وکولای شي چې له سږني ژمي مخکې خپلو دغو نویو کورونو ته کډه شي. د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول. د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.