په پاکستان کې د نوي حکومت په راتګ او واک ته د عمران خان په رسېدو سره هیلې پیدا شوې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به شته ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي. عمران خان په خپله لومړۍ رسمي وينا کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادنو تر منځ به حتی پاسپورټ او وېزې له منځه یوسي. همدا راز د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي واک ته تر رسېدو وروسته په ګڼو خبري کنفرانسو کې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو په پار خبرې وکړې او په همدې موخه يې روانه اونۍ کابل ته سفر هم درلود او د افغان حکومت له مشرانو سره يې د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې وکړې.
که څه هم دا ډول سفرونه پخوا هم ترسره شوي او کومه ښکاره ګټه يې نه لرله خو د پاکستان ملکي حکومت دا ځل ټینګار کوي چې د اړیکو په ښه والي کې به د زړه له کومې له امریکا او افغانستان سره مرسته کوي.
د پاکستان تګلاره!
د پاکستان ترجوړېدو وروسته د ډيورنډ کرښې پر سر دواړو هېوادونو ډېرې ناندرۍ ووهلې خو پایله يې ځکه نه لرله چې د افغانستان د هغه وخت حکومت تر ډېره محافظه کاره و او ځان یې د پاکستان پر وړاندې کمزوری احساساوه. پاکستان چې د انګلیس ځای ناستی دی، تل يې کوښښ کړی چې افغانستان تر خپل اغېز او نفوذ لاندې ولري. تر یوه بریده په دې چاره کې ناکامه و خو کله چې افغانستان ته روسان راغلل، غرب او پاکستان ته ښه چانس په لاس ورغی چې خپلې موخې په همدې جنګ کې ترلاسه کړي. پاکستان هغه مهال د ذوالفقار علي بوټو په واکمنۍ کې د افغانستان د سیاسي ګډوډۍ، اقتصادي کمزورۍ، قومي بې اتفاقۍ او نظامي لاسوهنې تګلاره چمتو او جنرال ضیاءالحق په خپلو افراطي افکاروسره دا نوره هم غني کړه. له هغې ورځې بیا تر ننه پاکستان له همدې تګلارې او پالیسۍ ګټه پورته کړې او هېڅ ملکي حکومت يې د بدلون توان نه دی لرلی.
د پاکستان مجبوریتونه
پاکستان د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته د نړۍ په کچه خپل پخوانی برم او عزت له لاسه ورکړ. د نړۍ ډېری هېوادونه په دې پوهېږي چې د پاکستان نظامي ادارې له ترهګرو او افراطي کړیو سره مرستې کوي. د خالد شیخ محمد، اسامه بن لادن او نورو سلګونو القاعده غړو نیول یا وژل کېدل په دغه هېواد کې د نړۍ شکونه نور هم قوي کړل. پاکستان په لویه کچه د نړۍ د ډېرو هېوادونو پر وړاندې خپل اعتماد له لاسه ورکړ او دې کار په سیاسي، اقتصادي، نظامي، سپورټي، فرهنګي او نورو برخو کې پاکستان له زیانونو سره مخ کړ.
له چین پرته ډېرو هېوادونو په پاکستان کې خپلې اقتصادي، بشري پروژې او پانګوني په ټپه ودرولې او دا هېواد عملاً له لویو ستونزو سره مخ شو. که څه هم مشرف په دې وتوانېد چې پر پاکستان شته قرضونه په ځانګړې توګه د امریکا قرضونه معاف کړي خو د نورو هېوادنو د مرستو په جلبولو کې پاتې راغی. پاکستان په سیمه کې له هند سره د شته رقابت له امله هم مجبور دی چې خپل نظامي ځواک د غربي هېوادونو په تسليحاتي مرستو پياوړی کړي، خو امریکا په دې وروستیو کې پر پاکستان هغه ټول نظامي وسایل او تجهیزات بندل کړل چې له وړاندې يې د ورکړې هوکړه کړې وه.
پاکستان سلګونه ميلیارده ډالره قرضدار دی او دا قرض ورځ تر بلې ډېریږي. دا قرض پرته د بهرنیو هېوادونو له پانګونې او لاسنيوي نا ممکن دی چې ادا شي. پاکستان په بې سارې توګه د اوبو له بحران سره مخ دی، پاکستان ته ډېرې اوبه له هند او افغانستانه ورځي که دوی يې د مهارولو يا يې د بدیل پيدا کولو توان پيدا نه کړي نو دا به ورته لویه غميزه وي. په پاکستان کې بېکاري اوج ته رسېدلې او دا د پاکستان له توانه وتلې خبره ده چې ميلیونونو بېکاره کسانو ته دې د کار زمینه خپله برابره کړي. په پاکستان کې د برېښنا اړتیا ورځ تربلې ډېریږي، په کور دننه يې د پوره کولو توان نه لري نو مجبور دي چې له نورو هېوادونو يې وپېري او بیا هم مجبوره دي چې له ګاونديو هېوادونو سره اړیکې ښې کړي. په پاکستان کې اقلیتونه د پخوا په پرتله تر ډېره ناراضه او نهیلي دي او له همدې حالته د سیمې هېوادنو د پاکستان پر وړاندې فشار هم راوړی او کېدای شي ډېر هم شي. په پاکستان کې زرګونه ديني مدرسې او تعلیمي مرکزونه دي چې د افغان جهاد پر مهال جوړې شوې وې او تر اوسه ترې د همدې موخې لپاره کار اخيستل کېږي، خو دا خپله پاکستان ته په راتلونکې کې درد سر جوړولی شي لکه د لال مسجد پېښه او د پاکستاني طالبانو حضور.
خو له دې ټولو ستونزو سره سره داسې نه ښکاري چې پاکستان دې په خپله تګلاره کې بدلون راوستی وي. ځکه هغه لویې او اساسي غوښتنې چې په ترڅ کې يې دا تګلاره جوړه شوې لا نه دي ترلاسه شوې. ډيورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه منل، په افغانستان کې د هند پر چارو محدویتونه، منځنۍ اسیا ته پرته له کومې مالیې د پاکستانې توکو رسېدل، له افغانستانه پاکستان ته د تلونکو اوبو نه مهارول … نو په دې حساب پاکستان پر خپله پخوانۍ تګلاره عمل کوي.
نتیجه ګیري
پاکستان د خپلې فعالې اوځیرکې ډيپلوماسۍ او خشن زور پرمټ پر دې وتوانېد چې د سیمې او نړۍ له خطرونو سره تر یوه بریده مبارزه وکړي او هغه جنګ چې د پاکستان تر ښارونو رسېدلی و مهار او قابو کړي. له بل پلوه روسیه، چین ایران او ځينې نور هېوادونه هم لېواله دي چې په افغانستان کې يې ګټې خوندي وي او د دې لپاره تر ټولو مهم ادرس پاکستان دی چې د افغانستان په هر مسئله خبر دی. امریکا هم تر ډېره په سیمه کې خپلې ګټې پالي او هېڅ ډاډ نشته چې پر پاکستان به روان فشارونه دوامداره وي. نو په داسې حالاتو کې افغانانو، په ځانګړې توګه حکومت او ډيپلوماټیکو بنسټونو، ته پکار ده چې له پاکستان سره واضح او عملي خبرې وکړي. د پاکستان په سیاسي او ډيپلوماټیکو نیرنګونو ونه غولېږي. مشخص وخت دې پاکستان ته ورکړل شي او غوڅ نتایج دې ترې واخلي. که تر راتلونکې یوې میاشتې رواني ډيپلوماسۍ نتیجه ورنه کړه نو ملت، نړیوالو او امریکایانو ته دې واضح ووايي چې نور له پاکستان سره پر دې لاره تګ حماقت دی، ځکه دا څووم ځل دی چې پاکستان ازمويل کېږي.