چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

    افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

    اوچا: په افغانستان کې نږدې ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

آیا  د خبریالانو وینې توپیر لري؟

نجیب مایار

نوومبر 25, 2020
in لیکنې
0 0

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح چې د کابل امنیتي مسوولیت هم ورسپارل شوی د چهارشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د نن سهار په غونډه کې د رسنیویوشمېر استازو د شپږ نیمو بجو په غونډه کې ګډون کړی او له ده یې غوښتي چې دولت باید د یما سیاوش د ترور په تړاو د څیړنو شواهد او ثبوتونه د دوی په واک کې ورکړي.

ښاغلي صالح لیکلي:« نن د شپږ نیمو بجو په غونډه کې مو د افغانستان د رسنیو ۹ میلمانه لرل. لطف الله نجفي زاده، مجیب مهرداد، شریف حسنیار، حامد حیدري، نجیبه ایوبی، ذکی دریایي، جیلانی زواک، دانش کروخیل او عابد احساس. د دوی اساسي غوښتنه دا وه چې دولت باید د یما سیاوش د شهادت په اړه  د څیړنو شواهد – ثبتونه او لاسوندونه د دوی په واک کې ورکړي.»

د افغانستان بانک مطبوعاتي سلاکار یما سیاوش د روان کال د لړم په ۱۷مه د کابل په مکروریان سیمه کې هغه وخت په یوه چاودنه کې له خپلو دوو نورو همکارانو سره شهید شو چې خپل دفتر ته روان و.

یما سیاوش له دې پيښې څو کاله وړاندې په طلوع تلویزیون کې سیاسي خپرونې چلولې او له دې امله ډېر مشهور شوی و چې په بحثونو کې جدي و او له ګډوالو به یې سختې پوښتنې کولې.

تر دې پیښې څو ورځې وړاندې د هلمند په مرکز لشکرګاه کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي هم په یوه چاودنه کې شهید شو. دا هم د هغو کسانو په کاروان ورګډ شو چې ناولې جګړې په تېرو څو کلونو کې د افغانستان له خلکو اخیستې او لاهم دوام لري.

د رسنیو له دغو ښاغلو چې ټول یې رییسان دې باید مننه وشي چې د یوه خبریال د قتل دوسیه یې چارواکو ته وریاده کړه چې یوې چاودنې یې ژوند واخیست.

 زه د یوه خبریال په توګه د دوی دغه نیک کار ستایم چې د یوه پخواني خبریال په اړه یې لږ ترلږه چارواکو ته وریاده کړه چې د خبریالانو د قتل دوسیې باید تعقیب شي، خو ګیله مې داده چې دغو ښاغلیو ولې په دې ناسته کې د نورو شهیدو خبریالانو د قتل د پيښو د څیړنې غوښتنه نه ده کړې.

تر یما سیاوش څو ورځې وړاندې الیاس داعي په هلمند کې شهید شو، حق یې و چې له ښاغلي صالح څخه پوښتل شوي وای چې د الیاس داعي د قتل دوسیه څیړل شوې ؟ څیړل کیږي؟ او که نه ولې؟

دا ښاغلي رییسان چې د طلوع له رییس پرته چې د خپل یوه پخواني کارمند د قدر په موخه آن تر ارګ پورې تللی، نورو رییسان حتی د خپلو خبریالانو پوښتنه هم نه ده کړې.

حکومت په دې اړه مالومات ورکړي چې د نعمت الله زهیر د قتل دوسیه څنګه شوه؟ ولې یې په اړه مالومات نه خپروي؟

 په خوست کې د بي بي سي راډیو د خبریال د قتل په تړاو څو کسان نیول شوي ؟ چې په یوه شکمنه پيښه کې ترور شو.

آیا د ولایتونو د خبریالانو وینې له موږ سره چې په ښار کې اوسیږو؛ توپیرلري؟

د آریانا نیوز رییس چې په دې ډله کې د ولسمشر لومړي مرستیال ته ورغلی کولای شي د آریانا نیوز د شهید شوي خبریال نعمت زهیر د قتل د دوسیې په اړه معلومات ورکړي؟ چا وواژه؟

دولت څه تحقیق وکړل؟، په تړاو یې څو کسان نیول شوي؟ او ډېر نور

د الیاس داعي، نعمت زهیر، احمدشاه او نورو کورنۍ هغه امکانات نه لري چې راشي د ولسمشرد لومړي مرستیال دربار ته لاره پیدا کړي او خپل غږ ورته ورسوي. همدا د رسنیو استازي باید د خپلو ادارو د ګټو ترڅنګ، د خبریالانو ژوند، کورنۍ او ستونزو ته هم پام وکړي.

په دې کې شک نشته چې هغه ارزښت چې د طلوع خبریال او یا کارمند یې دغه تلویزیون ته لري، د بلې هیڅ رسنۍ کارمند یې نه لري.

دا چاره هغه وینا لا غښتلي کوي چې خبریالان وایي د طلوع د خبریالانو وینه ارزښت لري، ځکه طلوع په افغانستان کې د رسنیو په  یو برند بدل شوی او حتی یو پخوانی کارمند یې د نورو رسنیو تر برحاله کارمند ډېر ارزښت لري.

ښایي ځینې فکر وکړي چې زما خبرې د قوم، ژبې او یا کوم بل تړاو څخه اغیزمنې وي، خو داسې نه ده، زه یو خبریال یم او د خبریالانو ستونزې راته مالومې دي.

د رسنیو مسوولین چې ارګ ته ځي باید یوازې د خپل کور او کوڅې په اړه فکر ونه کړي، بلکې د ټولو خبریالانو ستونزې په پام کې ونیسي.

د الیاس داعي، نعمت زهیر او احمدشاه میندې به خپل غږ څنګه تر ارګ ورسوي، اړونده رسنۍ یې باید واوري او د طلوع په شان یې په ژوند او مرګ قدر وکړي.

په دې هیله چې د مرګونو د کاروان دا وروستۍ پيښې وي اونور هیڅ مور د خپل اولاد او ماشومان د خپل پلار او مور په ویر ویرجن نه شي.

Share24Tweet13Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عراقچي: امریکا د خپلو موخو له ناکامۍ وروسته پر ایران نوي بندیزونه لګوي

سپتمبر 9, 2026

یونیسف: افغانستان کې له هرو ۱۰ لس کلنو ماشومانو ۹ یې د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

سپتمبر 9, 2026

افغانستان او مالیزیا؛ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پانګونې خبرې شوې

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنې؛ افغانستان کې د سواد زده‌کړو لپاره ۴.۷ میلیونه یورو ځانګړي کړل

سپتمبر 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In