د يو کمربند او يوې لارې د فکري سازمانونو د نړيوالې همکارۍ کمېټې شورا د ۲۰۲۶م کال غونډه د نومبر په ۱۰مه نېټه د چين د شاان شي ولايت په شي ان ښار کې ترسره شوه، چې پکې د دې شورا له تېرې غونډې راهيسې د ترسره شويو کارونو او هم د راتلونکو چارو په اړه بحث او مشورې شوې دي.

د چين او نړيوالو سازمانونو غړو ويلي، چې يادې کمېټې له جوړېدو راهيسې مهمې چارې ترسره کړې دي.
دوی ويلي، دغه کمېټه به د فکري سازمانونو ترمنځ نظر تبادلې او څېړنيزې همکارۍ وهڅوي، څو د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ګډ پرمختګ لپاره لا ښه زمينه برابره شي.

د يو کمربند او يوې لارې د فکري سازمانونو د نړيوالې همکارۍ کمېټه د ۲۰۱۹م کال په اپريل کې جوړه شوې، چې د سينهوا اژانس په شمول د فکري وړتيا ۱۵ چيني او بهرني سازمانونه یې بنسټ اېښودونکي دي او د غړو سازمانونو شمېر يې ۱۵۰ ته رسېدلی دی.































