د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د نومبر په ۱۰مه نېټه په پلازمېنې مسکو کې رسنيو ته ويلي، که په اوکراين کې شخړه دوام ولري او وضعيت يې ناڅرګند وي، نو روسيه به بل اوربند ونه مني.
نوموړي پر اروپايي ټولنې تور لګولی، چې د اوربند په پلمه اوکراين ته د مرستو رسولو لپاره وخت واخلي.
لاوروف ويلي، که په اوکراين کې د وضعيت راتلونکی پرمختګ نامعلوم وي، نو روسیې ته به د جګړې پای ته رسول او يا اوربند کول کومه مانا ونه لري او د اوربند هوکړه به ونه کړي.
نوموړي زياته کړې، اروپايي ټولنه د اوربند په پلمه غواړي له اوکراين سره د مرستې لپاره وخت واخلي او په خبره یې، روسیه به هېڅکله داسې اوربند ونه مني.































