د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمدالله زاهد، د ازبکستان د عامې روغتیا وزارت د درمل جوړونې د صنعت پراختیا ادارې له مرستیال ظفربیک قاسموف او مل پلاوي سره لیدلي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د روغتیا او درمل جوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د درملو د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د شویو ژمنو د عملي کولو په اړه خبرې شوې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان پلاوي هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې ده.































