د چين صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۱۴مه نېټه په بانکوک کې د تايلنډ له پاچا مهاجا واجیرالونګکورن سره وليدل.
لي چيانګ د کتنې په ترڅ کې ويلي، ”تېر کال جلالتماب پاچا له چين څخه رسمي ليدنه کړې او د دولت له رئيس شي جين پينګ سره یې کتنه کړې. دواړو خواوو د چين او تایلنډ د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه مهمه اجماع وګټله. چين د تايلنډ شاهی کورنۍ ستاينه کوي، چې له اوږدې مودې راهيسې له چين سره خپلې دوستۍ ته ستر ارزښت ورکوي او په دې اړه يې زياتې هڅې کړې دي. چين نيت لري له تايلنډ سره د مشرانو تر لارښوونې لاندې خپلمنځي تګ راتګ زيات کړي، د پانګونې، علمي نوښتونو او نوې انرژۍ کاروونکي موټر په شمول چارو کې لا زياتې همکارۍ وکړي، انساني او کلتوري تبادلې ژورې کړي، د دواړو هېوادونو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پرمخ بوزي او خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.“
د تايلنډ پاچا مهاجا واجیرالونګکورن چين ته د تېر کال خپل رسمي سفر، چې په ترڅ کې يې د دولت له رئيس شي جين پينګ سره بريالۍ کتنه کړې، له ګټورو پايلو ډک بللی او ويلي يې دي، له تايلنډ څخه د صدراعظم لي چيانګ روانه رسمي ليدنه د دواړو هېوادونو د دوستۍ د ټينګښت او د خپلمنځي واقعي همکارۍ د پراخوالي په ګټه ده.































