د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيويو غړي او مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د دغه هېواد په شن جن ښار کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اېپیک) د صنايعو او سوداګرۍ سلامشورتي شورا د څلورمې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
ښاغلي هه لي فنګ په خپلې وينا کې ويلي، ”د اېپیک د مشرانو ۳۳مه غير رسمي غونډه به ژر په شن جن ښار کې پرانيستل شي، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکارۍ لور به روښانه کړي. هيله من يم، چې د صنايعو او سوداګرۍ سلامشورتي شورا به د تصدۍ خاوندانو د هڅونې، پرانيستې او نوښتي روحيه بيا پراخه کړي، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ برخليک ټولنې جوړول به پرمخ بوزي او د سيمې د همغږۍ، همکارۍ، نوښتي پرمختګ او وصل په پار به نوي خدمتونه وکړي.“































