یکشنبه, سپتمبر 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

    اېګلنډ افغانستان کې د بهرنیو سفارتونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې

    تخاري: د افغان طبي محصلینو د ستونزو حل لپاره هڅې کوو

    افغان پلاوي د چین نړۍواله امنیتي غونډه کې ګډون کړی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

اسرائيلي صدراعظم له امریکا د مرستې غوښتلو لپاره دغه هېواد ته لاړ

جولای 30, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د اسرائيل صدر اعظم بنجېمين نيتانياهو د دغه هېواد پر شمال د سختو بريدونو له امله له ټاکلي وخت مخکې امريکا ته خپل سفر پای ته ورساوه او د جولای په ۲۷مه نېټه بېرته اسرائيل ته راستون شوی دی. دا د تېر کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له پيلېدو راهيسې امريکا ته د نيتانياهو لومړی سفر و چې په ترڅ کې يې د ډيموکراټ ګوند او جمهوري غوښتونکو له مشرانو سره کتلي دي.

سياسي شنوونکي دې ته اشاره کوي چې د نيتانياهو د دغه سفر موخه له فلسطين سره په خپلې شخړې کې له خپل ځان څخه د امريکا ملاتړ ترلاسه کول دي. اوس مهال که څه هم د جوبايډن حکومت تر کورنيو او بهرنيو فشارونو لاندې له اسرائيل څخه په غزې کې د اوربند تړون د رامنځته کولو غوښتنه کړې، خو د امريکا د دواړو ګوندونو لپاره دا شونتيا نشته چې د فلسطين او اسرائيل په مسئله کې له اسرائيل څخه د ملاتړ  په اړه خپل دريځ بدل کړي. تر اوسه ډېر ستونزمن کار دی چې د غزې په تړانګه کې اوربند وشي، نورو سیمو ته د غزې ترينګلو حالاتو د پراخېدو خطرونه ورځ تر بلې مخ په زياتېدو دي او وسله والې شخړې ممکن پر له پسې سختې شي.

د اسرائيل صدر اعظم بنجېمين نيتانياهو د جولای په ۲۲مه نېټه د امريکا پلازمېنې واشينګټن ته رسېدلی دی. هغه د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د امريکا د استازيو او سنا دوو مجلسونو يوې ګډې غونډې ته ويلي، امريکا او اسرائيل بايد سره يو ځای ولاړ دي. د اسرائيل دښمنان د امريکا دښمنان دي، د اسرائيل جګړه د امريکا جګړه ده او د اسرائيل برياليتوب د امريکا کاميابي ده.

د سياسي شنونکو په اند، د نيتانياهو د يادو څرګندونو موخه دا ده چې امريکا له اسرائيل سره لا زياتې مرستې وکړي څو په غزه کې د خپلو پوځي عملياتو په اثر پر اسرائيل کورني او بهرني فشارونه کم شي. د بيت المقدس د هيبرو پوهنتون د نړيوالو اړيکو کارپوه جوناتان فريمن په دې اړه ویلي، نيتانياهو هڅه کوي چې په دې مسئله کې د امريکا موافقه واخلي څو د امريکا عامه افکار له فلسطين سره د شخړې په مسئله کې له اسرائيل څخه قوي ملاتړ وکړي او پر همدې مهال اسرائيليانو ته ښيي چې د امريکا او اسرائيل ترمنځ هېڅ توپيرونه نشته.

د امريکا ولسمشر جوبايډن دغه هېواد ته د نيتانياهو له خوځېدو مخکې د ۲۰۲۴ کال د ټولټاکنو له سیالۍ د ځان د وتلو اعلان کړی دی. نيتانياهو همهغه مهال رسنيو ته ويلي، هغه به د امريکا دوو ګوندو ته ووايي چې هر څوک چې د امريکا راتلونکی ولسمشر وي، اسرائيل به په منځني ختيځ کې د امريکا نه بدلېدونکی قوي ملګری پاتې شي. هغه څرګنده کړې چې امريکا ته د خپل سفر له لارې به له اسرائيل څخه د امريکا د دوو ګوندونو ملاتړ پياوړی شي.

نيتانياهو په امريکا کې په جلا جلا توګه له ولسمشر جوبايډن، د ډيموکراټ ګوند د ولسمشرۍ کانديدې او د ولسمشر اوسنۍ مرستيالې کمالا دېوي هاريس، د جمهوري غوښتونکو ګوند د ولسمشرۍ له کانديد او پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ سره کتلي دي. د اسرائيل د سيمه ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو څېړنيز مرکز مشر نيمرود ګلان په دې اړه وويل، نيتانياهو غواړي چې د امريکا د راتلونکو سياسي حالاتو د نه معلومېدو په حال کې د اسرائيل او امريکا د اړيکو ثبات ټينګ کړي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه له نيتانياهو سره د کتنې پر وخت له اسرائيل څخه غوښتنه کړې چې ژر د غزې په تړانګه کې اوربند تر سره کړي او غزې ته د مرستندويه توکو د رسېدو خنډونه لرې کړي. د ولسمشر مرستيالې هاريس په همدې ورځ نيتانياهو ته هم ورته څرګندونې کړې او د غزې په تړانګه کې ولسي وګړو ته پر مرګ ژوبلې، د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د تندلارو يهودي اوسېدونکو پر زورزياتي او د يهودي استوګنځايونو پر پراخېدو يې خپلې انديښنې څرګندې کړې دي. دغه راز مېرمن هاريس تر يادې کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې د دوو هېوادونو له لايحې څخه خپل ملاتړ هم څرګند کړی دی.

برسېره پر دې، دونالډ ترمپ د جولای په ۲۶مې نېټې نيتانياهو ته له اسرائيل څخه پر خپل ملاتړ ټينګار کړی دی.

سياسي شنونکي په دې اند دي چې د امريکا دوه ګوندونه به د خپل هېواد د تسلط د ساتلو په موخه هېڅکله له اسرائيل څخه خپل ملاتړ بدل نه کړي. د اسرائيل د سيمه ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو څېړنيز مرکز مشر ګلان ويلي، له ټولټاکنو څخه د جوبايډن وتل به له اسرائيل څخه د امريکا پر ملاتړ هېڅ اغېزه و نه کړي.

اوس مهال په غزه کې د اوربند په اړه د نړيوالې ټولنې غوښتنې او اوازونه په پرله پسې ډول راپورته کېږي. خو ځينو رسنيو د منځګړو له قوله خبر ورکړی چې د اوربند په اړه د اسرائيل نوي شرطونه د اړوند تړون د رامنځته کولو لپاره ستونزې جوړوي. نيتانياهو د امريکا په کانګرس کې د خپلې وينا په ترڅ کې د پخوا په شان سرسخت دريځ څرګند کړی او ويلي يې دي چې په غزه کې به بشپړه کاميابي تر لاسه کړي او په منځني ختيځ کې به د ناټو په څېر د ايران پر ضد يو پوځي اتحاد جوړ کړي.

د اسرائيل د سيمه ييزو ډيپلوماتيکو تګلارو د څېړنيز مرکز مشر  ګلان دې ته په اشارې سره ويلي، اسرائيليان ارمان لري چې حکومت يې له فلسطيني لوري سره د اوربند تړون لاسليک کړي څو بندي شوي اسرائيليان ازاد شي. خو ظاهراً دا امريکا ته د نيتانياهو د سفر عمده موخه نه ده. د اسرائيل د هاريتز ورځپاڼې په ډاګه کړې چې نيتانياهو د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نه، بلکې د جګړې د غځېدو په موخه امريکا ته سفر کړی دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کرکټ؛ د افغانستان او هند ترمنځ نن د شل‌اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي

سپتمبر 13, 2026

افغانستان؛ د سرطان ناروغانو شمېر یو نیم میلیون ته رسېدلی

سپتمبر 13, 2026

بامیان؛ په تېرو ۵ کلونو کې د تاریخي ابدو د ساتنې ۱۲ پروژې پلې شوې

سپتمبر 13, 2026

شمال کې؛ د ډبرو سکرو ورځنی استخراج نږدې زرو ټنو ته لوړ شوی

سپتمبر 13, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In