د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل سفر په دوام د دغه هېواد د یو شمېر سوداګریزو او تخنیکي بنسټونو له مسوولینو سره لیدلي دي. د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې په وینا، په دې لیدنو کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د توکو معیاري کولو او د کیفیت ارزونې د پایلو پر متقابل منلو خبرې شوې دي. همداراز، افغان پلاوي د ایران د نفتي، ګازي او پتروشیمي محصولاتو د صادرونکو ټولنې له مسوولینو سره افغانستان ته د نفتي موادو د صادراتو پر ستونزو او د هغو د حل پر لارو چارو بحث کړی دی. د یادې ادارې په خبره، د دغو لیدنو موخه د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول او د افغانستان او ایران ترمنځ د معیاري سوداګرۍ پراخول دي.































