د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د نومبر په ۲۳مه نېټه ويلي، چې هېواد يې د امريکا د ناقانونه بنديزونو او کلابندۍ پر وړاندې د مقابلې لپاره سياسي، ډيپلوماتيک او دفاعي هراړخيز تدابير چمتو کړي او هر تدبیر به په مناسب وخت کې پلی کړي.
نوموړي په همدې ورځې په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې ايران به د امريکا لخوا لګول شوي دوامداره اقتصادي او سمندري بنديزونه ونه زغمي او د تيري کوونکو کړنو په ځواب کې به له ټولو لارو چارو کار واخلي.
بقايي زياته کړې، ايران تراوسه د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون څخه د وتلو پرېکړه نه ده کړې او تر څو چې ايران د دې تړون غړی وي، نو د تړون له مخې به خپلو ژمنو ته دوام ورکړي.































