د ايپېک (د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان) د مشرانو ۳۳مه غير رسمي لیدنه په دې وروستيو کې د چين په شنجن ښار کې ترسره شوه. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د دې ليدنې په څنډه کې له خپل روسي او امريکايي سيالانو ولاديمير پوتين او ډونالډ ټرمپ سره تاریخي ناسته کړې چې د نړيوالې ټولنې پاملرنه يې راجلب کړې ده.
درې واړو مشرانو د نړيوالې سولې او د لويو هېوادونو د اړيکو د ستراتيژيک ثبات په اړه د نظريو ژورې تبادلې کړي او نړۍ ته يې «د چين، روسيې او امريکا د مشرانو سوله ييزه اعلاميه» خپره کړې ده.
د سولې ساتنه او د شخړې کنټرول د چين، روسيې او امريکا او حتی د نړيوالې ټولنې تر ټولو لوی ګډ مخرج بلل کېږي. يادې ناستې چې موخه يې د نړيوالې سولې ګډه ساتنه او د لويو هېوادونو اړيکو د ستراتيژيک ثبات هڅونه وه، ”د سولې ساتنه، ډيالوګ او سلامشوره، له ننګونو سره ګډه مقابله“ — د لويو هېوادونو په منځ کې د ښه تعامل موډل جوړ کړی دی. دا نه يوازې د يادو دريو هېوادونو، بلکې د نړيوال ثبات په ګټه هم دی.
کله چې لوی هېوادونه يو له بل سره ښې اړيکې ساتي، نړۍ کې به سوله وي؛ کله چې لوی هېوادونه جګړه کوي، نړۍ کې به ګډوډي وي. دا چې د يادو دريو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې او تماس نيول کېږي، پخپله د پام وړ دی.
د شنجن ناسته نړيوالو ته د لويو هېوادونو ترمنځ د ډيالوګ او سلامشورې اهميت بيانوي. چين له تېرو څو کلونو راهيسې له روسيې سره د نوې زمانې هراړخيز ستراتيژيک مشارکت پرمخ وړي، له امريکا سره يې د رغنده ستراتيژيک ثبات اړيکو د جوړولو هڅې کړي، د لويو هېوادونو ترمنځ د سوله ييز ګډ ژوند او د اړيکو د عمومي ثبات او برابر پرمختګ په پار يې کوښښونه کړي، چې دغو چارو یې نه يوازې يو او بل، بلکې ټولې نړۍ ته يې هم ګټې رسولې دي.
د شنجن ناستې ”د سولې ساتنه، ډيالوګ او سلامشوره، له ننګونو سره ګډه مقابله“ — د لويو هېوادونو په منځ کې د ښه تعامل موډل جوړ کړی دی. دا په تېرو څو کلونو کې د لويو هېوادونو ترمنځ د جيوپوليټيکې سيالۍ د مخ په سختېدو، د ډيالوګ او تګ راتګ د کمولو او د نړيوالې همکارۍ د ستونزمنېدو په څېر د منفي رجحان سمون او هم د نړيوالې همکارۍ د نوي پيل په لور مهم ګام بلل کېږي.
د دوی ترمنځ دغه درې اړخيزه ناسته په ډاګيزه، دوستانه او رغنده فضا کې ترسره شوې او لړيزې موافقې يې ګټلې دي. «د چين، روسيې او امريکا د مشرانو سوله ييزه اعلاميه» کې د ملګرو ملتونو د اصلاحاتو، د انرژۍ د نړيوالې عرضې، د دولتي چارواکو د معافيت او د ذروي خطرونو د کنټرول په شمول څلور موضوعاتو ته اشاره شوې ده.
لومړی، دغه اعلاميه خبرې اترې تر ټولو بنسټيزو ګډو ګټو پورې تړي.
په يادې سوله ييزې اعلاميې کې د چين، روسيې او امريکا دريو لويو اټومي ځواکونو اړيکې په دغه نه بدلېدونکي حد پورې ټاکل شوې دي چې اټومي جنګ نه پيل کېږي. په دغه اعلاميه کې د اټومي وسلو د کمولو مادې نه دي ليکل شوي، خو د اټومي امنيت يوه نه تېرېدونکې کرښه ټاکل شوې ده.
دوهم، دغه اعلاميه د يو بل ګټو په يو ځای کولو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
په ياده اعلاميه کې د انرژۍ امنيت د اکمالاتي ځنځير له ثبات سره تړل شوی او د انرژۍ پر نړيوال توليد او عرضې يې د سيمه ييزو شخړو اغېزه تائيده شوې ده. دا چې چين، روسيې او امريکا له نورو مخکې د لا زياتو انرژيو د توليد او برابرولو ژمنه کړې او د انرژۍ نړيوال نظم د ثابتولو هڅې کوي، د لويو هېوادونو مسؤليت او دنده څرګندوي.
درېيم، دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د ړنګېدو پر ځای دې د اوسني نړيوال نظم اساسي چوکاټ پياوړی شي.
درې واړه هېوادونه د ملګرو ملتونو تر څنګ د بل نړيوال ارګان د جوړولو نيت نه لري او غواړي چې د اوسني سيسټم اغېزمنتوب لوړ کړي. د لويو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پياوړتيا د ملګرو ملتونو په محور د نړيوال نظم بنسټ د لا ټينګې ساتنې په موخه ده.
په پای کې دغه اعلاميه کې د دولت د رضايت په اصولو د نړيوالو ارګانونو د صلاحيت جنجال ته ځواب ورکړل شوی دی. د دغې اعلاميې له مخې، ملي حاکميت لا هم د نړيوالو اړيکو مرکزي اصل دی او نړيوالې چارې باید د مختلفو هېوادونو د ملي حاکميت د درناوي پر بنسټ حل شي. دغه راز ياده اعلاميه له دې سره مخالفت کوي چې د نړيوالې جزايي محکمې په شمول نړيوال ارګانونه عدلي چارې د وسيلې په توګه کاروي.































