د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د چین له سفیر جاو شینګ سره د مخهښې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هاشمي د افغانستان له خصوصي سکټور سره د چین د سفیر د همکاریو مننه کړې او چینايي سوداګرو او پانګوالو ته یې د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده. په همدې حال کې، د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.































