د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ساري ناروغیو پېښې د جولای په پرتله د اګست په میاشت کې کمې شوې دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د حادې نس ناستې پېښې نږدې ۲۴ سلنه، سینهبغل ۱۷ سلنه، د شري مشکوکې پېښې ۴۴ سلنه او ډینګي تبه ۴۱ سلنه کمه شوې ده. راپور زیاتوي چې د کانګو تبې پېښې نږدې ۳۷ سلنه او د کووېډ-۱۹ پېښې هم څه باندې ۹ سلنه راټیټې شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په اګست میاشت کې د حادې نس ناستې له امله ۴، سینهبغل ۱۷۰، شري ۷ او کانګو تبې ۱۱ کسان مړه شوي، خو د ډینګي تبې او کووېډ-۱۹ له امله د مړینې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.































