قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دغه هېواد د اوړو تر ټولو لوی پېرودونکی و. د راپور له مخې، قزاقستان د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست میاشتې پورې افغانستان ته څه باندې ۸۷۴ زره ټنه اوړه صادر کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۲۴۶.۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي. د شمېرو له مخې، د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات د حجم له پلوه ۴۷.۵ سلنه او د ارزښت له پلوه ۷۰ سلنه زیات شوي دي. قزاقستان په همدې موده کې په ټولیز ډول نړیوالو بازارونو ته نږدې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې ۱.۳۷ میلیونه ټنه د غنمو اوړه صادر کړي دي.































