د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په زابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې په افغانستان کې له شاوخوا پنځو لسیزو وروسته قومي، مذهبي او سیمهییز اختلافونه پای ته رسېدلي او ملي یووالی ټینګ شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو سربېره د هېواد اقتصاد او سوداګري د ودې په حال کې دي. بلخوا، د زابل اوسېدونکو د شملزو ګمرک او صنعتي پارک د فعالېدو او د ښوونې، روغتیا او کرنې په برخو کې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.































