د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ کړېږي او ۱.۶۵ میلیونه نور ماشومان په بحراني وضعیت کې دي. دغه بنسټ د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د بېړنیو او دوامداره مالي مرستو له نشتوالي سره به د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا خراب شي. یونیسف د درملیزو خوړو، روغتیايي خدمتونو، پاکو څښاک اوبو او زیانګالو کورنیو ته د ملاتړ برابرولو لپاره د مالي مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.































