د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د نومبر په ۱۱مه نېټه ويلي، چې د روسيې او چين ترمنځ همکارۍ د اسيا او ارام سمندر سيمې او حتی د نړۍ د امنيت او ثبات لپاره ډېرې مهمې دي.
زاخاروا په همدې ورځ په خبري ناسته کې ويلي، چې روسيه او چين د ايپېک په چوکاټ کې نږدې دريځ او ګډې نظريې لري. دواړه هېوادونه د سيمه ييزو چارو په مهمو مسئلو کې نږدې همکارۍ کوي او په اسيا او ارام سمندر کې به برابر او نه بېليدونکی امنيتي چوکاټ جوړ کړي.
نوموړې د ۲۰۲۶م کال د ايپېک د کوربه هېواد په توګه د چين د کارونو ستاينه کړې او زياته کړې يې ده، دا دريېم ځل دی چې چين د ايپيک د کوربه هېواد دنده پر غاړه اخلي. روسيه د چين ملاتړ کوي چې پرانيستنې، نوښت او تګ راتګ ته لومړيتوب ورکوي او اړوند کارونه ترسره کوي.































