د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د امارات ایرلاین (Emirates) تخنیکي ټیمونو په وروستیو کې په پرلهپسې ډول کابل ته سفرونه کړي او له اړوندو افغان چارواکو سره یې د کابل–دوبۍ مستقیمو الوتنو د بیا پیل په اړه تخنیکي خبرې او ارزونې ترسره کړې دي.
د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د روانو تخنیکي او عملیاتي ارزونو تر بشپړېدو وروسته امارات ایرلاین په نږدې راتلونکې کې د کابل او دوبۍ ترمنځ خپلې الوتنې بیا پیل کړي. د دې مسیر په فعالېدو سره به افغان مسافر د دوبۍ له نړیوال هوايي ډګر څخه د امارات ایرلاین د پراخې شبکې له لارې ګڼو نورو نړیوالو مقصدونو ته هم د سفر اسانتیا ولري.
امارات ایرلاین په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې. د دغه شرکت احتمالي بېرته راتګ په داسې حال کې مطرح کېږي چې اوس د افغانستان د کورنیو هوايي شرکتونو ترڅنګ یو شمېر مشهور نړیوال شرکتونه، لکه Flydubai، Etihad Airways او Turkish Airlines هم کابل ته الوتنې ترسره کوي.































