د امريکا د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د يوه امريکايي چارواکي په قول خبر ورکړ، پنتاګون اوس منځني ختيځ ته د خپلې درېيمې الوتکه وړونکې بېړۍ پر لېږلو بوخت دی. دغه هېواد به منځني ختيځ ته نور نږدې لس زره سرتېري ځای پر ځای کړي.
د خبر له مخې، د تیوډور روزویلټ په نوم الوتکه وړونکې بېړۍ د سپتمبر په ۲۷مه نېټه له کاليفورنيا ايالت څخه حرکت کړی او د ټاکلي پلان له مخې يې په خپلو دندو پيل هم کړی دی.
اوس د امريکا دوه الوتکه وړونکې بېړۍ (”جورج ایچ ډبلیو بوش“ او ”جورج واشنګټن“) او اړوندې کښتۍ په منځني ختيځ کې دېره شوې دي.































