سه شنبه, سپتمبر 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    فراهي: له رسنیو سره همکاري د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخه نیسي

    متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    د پنجشیر نږدې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول

    جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    فراهي: له رسنیو سره همکاري د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخه نیسي

    متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    د پنجشیر نږدې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول

    جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

امریکا: د وتلو پرېکړه مو لا نه ده لغوه کړې، ښایي جګړې شدیدې شي

مارچ 8, 2021
in افغانستان
0 0

رسنیو ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هغه لیک لاس ته ورغلی، چې ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته یې لېږلی دی. نوموړي ویلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره تر کار لاندې ده، خو افغان چارواکو ته یې په ځينو مواردو کې ګوتڅنډنې کړې دي. ده له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکتر عبدالله عبدالله غوښتي چې له نورو سیاسیونو سره په ګډه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي او که د دوی تر منځ اختلافات دوام وکړي، نو ښایي د نویمو کلونو تېروتنه بیا تکرار شي.

سره له دې چې په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د سولې او نوي حکومت د جوړېدو په تړاو راپورونه خپرېدل، خو دا ځل رسنیو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نوی لیک لاس ته ورغلی دی. دغه لیک د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته لېږلی دی. بلېنکن په دې لیک کې ټینګار کړی، چې امریکا له ملګرو ملتونو د افغان سولې په تړاو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي. د ده په خبره، واشنګټن له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان د سولې په تړاو د امریکا، روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو یا ځانګړو استازو یوه غونډه راوبولو او په ګډه د افغان جګړې د حل لپاره یوه لار پیدا کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز ویلي، چې ژر تر ژره دې د ترکیې په کوربه‌توب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړل شي او دواړه لوري دې د سولې په برخه کې یوې وروستۍ پرېکړې او هوکړې ته سره ورسېږي. د بلېنکن په خبره: «موږ دا قصد لرو چې له ملګرو ملتونو وغواړو، څو د امریکا، چین، روسیې، پاکستان، ایران او هند د بهرنیو چارو وزیرانو یا ځانګړو استازو یوه غونډه راوبولي او په ګډه د افغانستان د سولې لپاره پر یوه واحده تګلاره سره سلا شي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ټینګار کړی، چې دوی به د افغانانو ترمنځ هم د ستونزې د حل لپاره له ترکیې د یوې غونډې د کوربه‌توب غوښتنه کوي: «موږ به همدا راز له ترکیې هم وغواړو، چې د دواړو لورو (جمهوریت او طالبانو) ترمنځ راتلونکې اونۍ د سولې د یوې غونډې کوربه‌توب وکړي».

له دې ورهاخوا د بلېنکن په لیک کې ځینې ګوتڅنډنې او خبرداري هم وو. نوموړي د خپل لیک په یوه برخه کې ویلي چې دوی لا هم تر مې میاشتې پورې د سرتېرو د ایستلو پرېکړه نه ده لغوه کړې او په خبره یې، که وضعیت همداسې روان وي، بهرني ځواکونه له افغانستان وځي، نو د دې احتمال شته چې طالبان جګړې شدیدې کړي او د امریکا له مالي مرستو سره سره، په افغانستان کې لا ډېرې سیمې د دغه ډلې په لاس سقوط شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په ادامه پر افغان سیاسیونو او چارواکو غږ کړی، چې د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره باید په خپلو کې یووالی وساتي او له خپلمنځي اختلافونو ډډه وکړي. امریکا ویلي، که د افغان سیاسیونو اختلافات روان وي، نو د دې احتمال شته چې په افغانستان کې د نویمو کلونو تریخ وضعیت بیا تکرار شي او دغه هېواد د جګړو پر ډګر بدل شي.

بلخوا افغان حکومت بیا تر اوسه پر دې لیک په واضح توګه خپل دريځ نه دی روښانه کړی. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بیا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له نوې طرحې وېره نه ده په کار. د ده په خبره، پر دغه طرحه باید بحثونه وشي او افغانستان په اوسني وضعیت کې بحث او خبرو ته اړتیا لري. عبدالله له ډېرو جزیاتو پرته ویلي، په دې کې شک نه شته چې د افغانستان په اوسني دولت کې به ستونزې وي، خو ټینګار یې کړی چې هره ستونزه د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

فراهي: له رسنیو سره همکاري د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخه نیسي

سپتمبر 15, 2026

متقي له خپل قرغیزستاني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

سپتمبر 15, 2026

د پنجشیر نږدې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول

سپتمبر 15, 2026

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپيان شوي

سپتمبر 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In