د رویټرز د تازه راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۴۸ اېف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور منظوري ورکړې ده. د دغه تړون ارزښت ۲۴.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی او د ۴۸ الوتکو ترڅنګ ۴۹ انجنونه، مخابراتي تجهیزات، پرزې او نور د ملاتړ وسایل او خدمتونه هم پکې شامل دي. دغه معامله لا د امریکا د کانګرس تایید ته اړتیا لري. په واشنګټن کې د سعودي سفارت د احتمالي تړون هرکلی کړی او هغه یې د دواړو هېوادونو د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بللی دی.































