د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان لپاره ۱۸ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته تصویب شوې ده. اوچا د سهشنبې په ورځ د لړم پر ۲۶مه ویلي، چې دغه بودیجه به له ۸۲۴ زرو څخه د زیاتو زیانمنونکو کسانو د ملاتړ لپاره ولګول شي. د دغه بنسټ په وینا، دا مرسته د ملګرو ملتونو د بېړنیو حالاتو د غبرګون له مرکزي صندوق څخه تمویلېږي او د خوړو خوندیتوب، کرنې، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، سرپناه، څښاک اوبو او حفظالصحې په برخو کې به پر اوو پروژو ولګول شي. د دې پروګرام موخه د اړمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او د بنسټیزو خدمتونو د دوام له لارې د مړینې، ناروغیو او خوندیتوب اړوند ګواښونو مخنیوی دی.































