د قطر د دولت د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدال عزیز الخلیفي په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریتانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره کتلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د شخړو د سولهییز حل او منځګړیتوب په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې وروستي تحولات هم څېړل شوي او د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار شوی دی. الخلیفي ویلي، قطر د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي، چې د سمندري تګ راتګ ازادي تضمینوي او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابروي.































