د دایکنډي ولایت د کانونو امریت مسوولین وایي، تر اوسه په دغه ولایت کې د بېلابېلو معدني توکو او منرالونو ۵۴ سیمې پېژندل شوې او سروې شوې دي. د یاد امریت د قراردادونو د تنظیم کارپوه کاظم عدالتمند رسنیو ته ویلي، چې په دغو سیمو کې د ګرانېټ، مرمرو، تورمالین، ګارنېټ، فیروزې، عقیق، اوسپنې، ګچ او یو شمېر نورو معدني توکو زېرمې شته. د نوموړي په وینا، د وروستیو فعالیتونو په ترڅ کې د اشترلي، سنګتخت، بندر او پاتو ولسوالیو په اړوندو سیمو کې اته نوې معدني سیمې هم پېژندل شوې، ثبت او سروې شوې دي.































