د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د نومبر په لومړۍ نېټه رسنیو ته ویلي، چې قطر ته د ایراني پلاوي د سفر موخه د قطر او پاکستان په ګډون له منځګړو لورو سره د اړیکو او خبرو اترو ساتل دي او د دوی اوسنی وړاندیز د ایران له هغه ”اووه ورځني پلان“ سره ورته والی لري، چې څه موده مخکې یې وړاندې کړی و.
نوموړي ويلي، په دغه ”اووه ورځني پلان“ کې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ایران شرطونه شامل دي او که شرطونه یې ومنل شي، نو هرمز تنګی به په شپږمه ورځ پرانیستل شي او د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به په اوومه ورځ بېرته پیل شي.
هغه ويلي، قطر، پاکستان او نورو منځګړو لورو د دغه پلان په اړه څو ځله مشورې او خبرې کړي او اوس یې ورته داسې وړاندیزونه کړي، چې د ایران د ”اووه ورځني پلان“ په پرتله ډېر عملي او د پلي کېدو وړ دي. د نوموړي په خبره، د دوی په دغو وړاندیزونو کې، ایران له ”دوه ورځني پلان“ سره موافقه کړې ده.
عباس عراقچي زياته کړې، د دغه پلان له مخې، په لومړۍ ورځ به امریکا د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات بشپړوي او په دویمه ورځ به هرمز تنګی پرانیستل کېږي او له دغه تنګي د بېړيو تګ راتګ به بېرته خپل پخواني حالت ته وګرځي.































