د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د څو هېوادونو د ايتلافي ځواکونو وياند ترکي المالکي د نومبر په لومړۍ نېټه پر ټولنيزو رسنیو ویلي، چې ځواکونو يې د همدې ورځې په سهار په يمن کې پر حوثيانو دقيق پوځي عمليات ترسره کړي او په دغه هېواد کې يې د حوثي وسله والو مهمې پوځي سرچينې په نښه کړې دي.
ښاغلي ترکي المالکي ويلي، چې حوثي وسله وال ولسي خلک او ملکي تاسيسات په نښه کوي او سعودي، يمن او د سره سمندر په جنوب کې د بيړيو تګ راتګ ګواښي.
نوموړي ويلي، ايتلافي ځواکونه به خپلو لازمو تدبيرونو ته دوام ورکړي او حوثيانو ته به اجازه ورنه کړي، چې مهمې او کليدي سرچينې د پوځي عملياتو د ملاتړ لپاره وکاروي.
المالکي د ايتلافي ځواکونو د يادو پوځي عملياتو د مشخص ځای او د بريد د اغېزو په اړه معلومات نه دي ورکړي.































