د ترکیې پولیسو د دغه هېواد په ماردین ولایت کې د میدیات ولسوالۍ په یوه باروړونکي موټر کې ۸۰ بېاسناده افغان کډوال نیولي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کډوال د یاد موټر په پټو برخو کې ځای پر ځای شوي وو او د پولیسو د پلټنې پر مهال وپېژندل شول. پولیسو همداراز یو کس د کډوالو د قاچاق په تور نیولی چې تر محکمې وروسته زندان ته لېږدول شوی دی.































