د عدلیې وزارت وايي، د خوست ولایت د اسماعیلخېلو او مندوزیو او علیشېرو او تریزیو ولسوالیو کې نږدې ۴۵ جریبه ځمکه د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پرېکړو له مخې دولتي ملکیت تثبیت شوې ده. دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته یادې ځمکې دولتي ملکیت بللې او متصرفان یې مکلف کړي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون ته یې وسپاري. د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې د دولتي غصب شویو ځمکو د ارزونې، تثبیت او بېرته ترلاسه کولو بهیر دوام لري.































