د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د روان کال په لړم میاشت کې د نغلو، سروبي او ماهیپر برېښناکوټونو د برېښنا تولید د تلې میاشتې په پرتله نږدې ۳۲ سلنه زیات شوی دی. د معلوماتو له مخې، دغو درېیو برېښناکوټونو په تلې میاشت کې ۱۴ زره او ۴۷۷ مېګاواټه برېښنا تولید کړې وه، خو په لړم میاشت کې یې تولید ۱۸ زره او ۴۵۵ مېګاواټو ته لوړ شوی دی. سرچینه زیاتوي، وروستیو ورښتونو د دغو برېښناکوټونو پر تولید مثبت اغېز کړی او د برېښنا شرکت هڅه کوي د کورنیو سرچینو د تولید کچه لوړه او سرچینې پراخې کړي.































