د چين د سوداګرۍ وزارت اړوند چارواکي د سپتمبر په ۱۸مه په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې چین د نړۍ د توکو معاملو د ترټولو لوی هېواد په توګه په دوامداره توګه د نړیوالې سوداګرۍ پراختيا ته خوځنډه ځواک برابروي.
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې چین د نړیوالې سوداګرۍ په پرمختګ کې ۲اعشاريه۱ سلنه ونډه اخیستې چې ۲۰اعشاريه ۳سلنه خدمت یې کړی دی. چين د خپل بشپړ صنعتي سیسټم او ملاتړو چارو په اتکا مختلفو هېوادونو په ځانګړې توګه پرمختيايي هېوادونو ته د تولیدي تجهیزاتو په شمول صنعتي محصولات برابر کړي او په دغو هېوادونو کې د اصلي اقتصاد پرمختګ، د صنعتي کېدو کچې لوړولو او په نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو کې د شمولیت لپاره يې مهم ملاتړ برابر کړی. په دې توګه يې د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو د باثباته کارونو ټينګ ملاتړ کړی دی.
د چين د سوداګرۍ مرستیال وزير جانګ لي وویل چې د روان کال له جنوري څخه تر اګست پورې، د چين د وارداتو اندازه ۲۲سلنه زیاته شوې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ټولو چټکه وه او تمه کېږي چې د روان کال لپاره د وارداتو ارزښت به نوي ریکارډ جوړ کړي.































